په الله تعالی ایمان معنی، دلایل او غوښتني ئې/ لیکوال حکمتیار [ گلبدین. حکمتیار]. (Record no. 6130)

MARC details
000 -LEADER
fixed length control field 08571nam a2200493Ia 4500
003 - CONTROL NUMBER IDENTIFIER
control field OSt
005 - DATE AND TIME OF LATEST TRANSACTION
control field 20190122111930.0
008 - FIXED-LENGTH DATA ELEMENTS--GENERAL INFORMATION
fixed length control field 120912s9999 xx 000 0 und d
040 ## - CATALOGING SOURCE
Transcribing agency ACKU
043 ## - GEOGRAPHIC AREA CODE
Geographic area code a-af---
050 00 - LIBRARY OF CONGRESS CALL NUMBER
Classification number BP217
Item number ح
Class number 88
-- 1387
100 ## - MAIN ENTRY--PERSONAL NAME
Personal name حکمتیار [حکمتیار، گلبدین. ]، 1326-
245 ## - TITLE STATEMENT
Title په الله تعالی ایمان معنی، دلایل او غوښتني ئې/ لیکوال حکمتیار [ گلبدین. حکمتیار].
260 ## - PUBLICATION, DISTRIBUTION, ETC. (IMPRINT)
Place of publication, distribution, etc [بی ځایه : بی نومه]، 1387.
300 ## - PHYSICAL DESCRIPTION
Extent 192مخه ؛ 22 س م.
500 ## - GENERAL NOTE
General note سريزه
General note بسم الله الرحمن الرحيم
General note ايمان هغه جازم او راسخ اعتقاد ته وايي چي له علم او معرفت نه پيل كېږي او په كلك او پوخ باور بدلېږي. يعنى علم د ايمان پيل او ايمان د پوهي او معرفت پاى دئ.
General note د ايمان خاوندان مكلف دي چي د مؤمن به شيانو په اړه هومره علم او معرفت ولري چي همدا پوهه او معرفت ئې په يقين او ايمان بدل شي. موږ مكلف يو ټول هغه شيان وپېژنو چي د ايمان دعوى پرې كوو. د دغو مؤمن به شيانو په اړه بايد زموږ علم او بيا ايمان داسي كامل او راسخ وي چي هيڅ شى او هيڅ حالت ونشي توانېدى زموږ په زړونو كي د شك باعث شي. لكه چي ويل شوي:
General note ليس الايمان بالتمنى ولا بالتحلى ولكن هو ما و قر فى القلب و صدقه العمل
General note ايمان نه په هيلي او تمنا سره دئ او نه په تحلى سينگار او خپله بڼه بدلولو سره؛ بلكي ايمان هغه څه دئ چي په زړه كي تقرر مومي او عمل ورباندي شهادت وركوي.
General note قرآن عظيم الشأن د اهل كتابو د هغو كسانو په اړه چي امي او بې سواده ول، په ليك لوست نه پوهېدل، گمان ئې كولو چي په الله او د ده په كتاب ايمان لري، خو الله ته د دوى دا ايمان د منلو وړ نه وو، فرمايي:
General note وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلَّا أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ (البقرة78)
General note او لـه دوى نه ځيني اميان دي ليك لوست نشي كولى په كتاب نه پوهېږي مگر څه هيلي او نه دي دوى مگر دا چي گمانونه كوي
General note گورئ چي هيلي او گمانونه كفايت نه كوي، دلته علم او يقين ته ضرورت دئ، داسي علم چي په باور او يقين بدل شي او د زړه په تل او د دماغ په سلول، سلول كي داسي ځاى ونيسي چي د شك او شبهې لپاره هيڅ مجال پاته نشي.
General note زموږ د ايمان څو مهمي او ستري برخي دي چي په كار ده لومړى د هري برخي په مفهوم او معنى پوه شو، بيا د هغې په اړه هومره ژور او جامع دلائل ولرو چي دا پوهه او علم په كامل يقين او باور بدل شي او بيا د دې ايمان په غوښتنو او مقتضياتو پوه شو.
General note په الله جل شأنه، د قيامت په ورځي، د الله په كتابونو، د ده په پيغمبرانو، په ملائكو او په قضا او قدر ايمان زموږ د عقيدې تر ټولو ستري او مهمي برخي دي، په كار ده تر هر څه د مخه د ايمان په دغو اساساتو او اركانو ځان پوه كړو. كه زده كړه كوو او د علم په تحصيل كي لگيا كېږو، بايد له دې ځايه كار پيل كړو، كه نورو ته څه ښيو او د دعوت په كار كي ځان مصروفوو بايد په همدغو اساساتو تركيز وكړو. متأسفانه ځيني داسي دي چي دغو اساساتو ته د اعتناء او توجه په ځاى، په ضمني او ثانوي مسائلو كي هومره مصروف شوي چي دغو مسائلو ته ئې د توجه او پاملرني وخت نه دى موندلى، هغوى په دې اړه بحث نشي كولى، چاته قناعت نشي وركولى، سوالونو ته ځواب نشي ويلى او اساساً پدې اړه د ويلو لپاره څه نه لري. د قرآن د الفاظو او كلماتو په اړه صرفي او نحوي تحقيق كولى شي، د بلاغت په دقايقو او لطائفو پوهېږي، د يونان د فلسفې او منطق په اړه بحث او مجادله كولى شي . خو كه ترې وغواړو چي دا ثابته كړي چي لـه مرگ نه بعد ژوندون حق دئ، حساب او كتاب مكافات او مجازات حق دي، هيڅ نشي ويلى، په دې اړه د قرآن له سلگونو دلائلو څخه يو هم نشي تشريح كولى. كه د قضا او قدر په اړه ترې وپوښتو وايي: په دې باب له بحث او څېړني څخه ممانعت شوى!! حال دا چي موږ مكلف يو په قضا او قدر ايمان ولرو، ايمان د معرفت نه پرته نشي كېدى، بايد د قضا او قدر په مفهوم پوه شو، دا بېله خبره ده چي په دې اړه بحث خاص حد لري چي لـه هغه نه تېرېدل پدې خاطر منع شوي چي هلته انسان ته مخكي تگ ممكن نه دئ، په خپل حد بايد اكتفاء وكړي، لكه چي د الله جل شأنه په اړه بحث معين حد لري، د صفاتو او افعالو په اړه بحث او د ثبوت لپاره ئې دلايل لټول او وړاندي كول، نه يوازي مجاز بلكي ضروري دي او قرآن پدې اړه په سلگونو دقيق بحثونه كړي او ژور او مقنع دلائل ئې وړاندي كړي، خو د الله جل شأنه د ذات په اړه بحث او څېړنه، د انسان له توان او فهم نه اوچته ده، دې ساحې ته لـه ننوتلو نه منع شوى.
General note ځيني نور بيا داسي دې چي د امريكا او روس په ارتباط او د بين المللي سياسي پېښو په اړه خو په غټو غټو الفاظو بحثونه كولى شي، لـه غرور نه د ډكي ناستې پاستې نه ئې داسي معلوميږې چي ته به وايې لوى لوى كتابونه به ئې په سينه كي ذخيره شوى وي، خو چي لږ ئې ولټوې او د ايمان د اساساتو او مباديو په اړه ئې د پوهي د اندازې معلومولو هڅه وكړې، نو ډېر ژر او په آسانۍ سره به درته معلومه شي چي هسې د غوښې پرېړې پرېړې مجسمې دي.
General note ...كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ ... (المنافقون4)
General note داسي دي لكه تكيه كړى شوى لرگي
General note د دغو اعتقادي اساساتو د اهميت په خاطر به موږ هره برخه بېله بېله د قرآن د آيتونو په رڼا كي څېړو او إن شاء الله پر هغه به تفصيلي بحث كوو، اميد دئ الله جل شأنه موږ د حق په لوري هدايت كړي او په حق د پوهېدو او په هغه د عمل توفيق راكړي.
General note الهم ارنا الحق حقاً و ارزقنا اتباعـــه
General note و ارنا الباطل باطلاً و ارزقنا اجتنابه
General note حكمتيار.
650 ## - SUBJECT ADDED ENTRY--TOPICAL TERM
Topical term or geographic name as entry element توحید [یووالی].
Topical term or geographic name as entry element خدای پیژندنه.
Topical term or geographic name as entry element په الله تعالی ایمان (اسلام).
Topical term or geographic name as entry element ایمان (اسلام).
Topical term or geographic name as entry element اسلام – مفکوره.
856 ## - ELECTRONIC LOCATION AND ACCESS
Uniform Resource Identifier <a href="http://dx.doi.org/10.2458/azu_acku_risalah_bp217_hay88_1387">http://dx.doi.org/10.2458/azu_acku_risalah_bp217_hay88_1387</a>
Public note Scanned for ACKU
Electronic format type PDF
906 ## - LOCAL DATA ELEMENT F, LDF (RLIN)
a 23119
942 ## - ADDED ENTRY ELEMENTS (KOHA)
Source of classification or shelving scheme Library of Congress Classification
Koha item type Monograph
Call number prefix azu_acku_risalah_bp217_hay88_1387
Holdings
Withdrawn status Lost status Source of classification or shelving scheme Damaged status Not for loan Home library Current library Date acquired Total Checkouts Full call number Barcode Date last seen Price effective from Koha item type Copy number
    Dewey Decimal Classification     Afghanistan Centre at Kabul University Afghanistan Centre at Kabul University 17/10/2012   BP 217 ح88 1387 23824 17/10/2012 17/10/2012 Books  
    Library of Congress Classification     Afghanistan Centre at Kabul University Afghanistan Centre at Kabul University 15/01/2019     3ACKU000599372 15/01/2019 15/01/2019 Monograph 2