په الله تعالی ایمان معنی، دلایل او غوښتني ئې/ لیکوال حکمتیار [ گلبدین. حکمتیار].
حکمتیار [حکمتیار، گلبدین. ]، 1326-
ACKU
[بی ځایه : بی نومه]، 1387.
192مخه ؛ 22 س م.
توحید [یووالی].
خدای پیژندنه.
په الله تعالی ایمان (اسلام).
ایمان (اسلام).
اسلام – مفکوره.
خدای پیژندنه.
په الله تعالی ایمان (اسلام).
ایمان (اسلام).
اسلام – مفکوره.
BP217 / ح / 88 / 1387
Library of Congress Classification / Monograph
23824 3ACKU000599372
سريزه
بسم الله الرحمن الرحيم
ايمان هغه جازم او راسخ اعتقاد ته وايي چي له علم او معرفت نه پيل كېږي او په كلك او پوخ باور بدلېږي. يعنى علم د ايمان پيل او ايمان د پوهي او معرفت پاى دئ.
د ايمان خاوندان مكلف دي چي د مؤمن به شيانو په اړه هومره علم او معرفت ولري چي همدا پوهه او معرفت ئې په يقين او ايمان بدل شي. موږ مكلف يو ټول هغه شيان وپېژنو چي د ايمان دعوى پرې كوو. د دغو مؤمن به شيانو په اړه بايد زموږ علم او بيا ايمان داسي كامل او راسخ وي چي هيڅ شى او هيڅ حالت ونشي توانېدى زموږ په زړونو كي د شك باعث شي. لكه چي ويل شوي:
ليس الايمان بالتمنى ولا بالتحلى ولكن هو ما و قر فى القلب و صدقه العمل
ايمان نه په هيلي او تمنا سره دئ او نه په تحلى سينگار او خپله بڼه بدلولو سره؛ بلكي ايمان هغه څه دئ چي په زړه كي تقرر مومي او عمل ورباندي شهادت وركوي.
قرآن عظيم الشأن د اهل كتابو د هغو كسانو په اړه چي امي او بې سواده ول، په ليك لوست نه پوهېدل، گمان ئې كولو چي په الله او د ده په كتاب ايمان لري، خو الله ته د دوى دا ايمان د منلو وړ نه وو، فرمايي:
وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلَّا أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ (البقرة78)
او لـه دوى نه ځيني اميان دي ليك لوست نشي كولى په كتاب نه پوهېږي مگر څه هيلي او نه دي دوى مگر دا چي گمانونه كوي
گورئ چي هيلي او گمانونه كفايت نه كوي، دلته علم او يقين ته ضرورت دئ، داسي علم چي په باور او يقين بدل شي او د زړه په تل او د دماغ په سلول، سلول كي داسي ځاى ونيسي چي د شك او شبهې لپاره هيڅ مجال پاته نشي.
زموږ د ايمان څو مهمي او ستري برخي دي چي په كار ده لومړى د هري برخي په مفهوم او معنى پوه شو، بيا د هغې په اړه هومره ژور او جامع دلائل ولرو چي دا پوهه او علم په كامل يقين او باور بدل شي او بيا د دې ايمان په غوښتنو او مقتضياتو پوه شو.
په الله جل شأنه، د قيامت په ورځي، د الله په كتابونو، د ده په پيغمبرانو، په ملائكو او په قضا او قدر ايمان زموږ د عقيدې تر ټولو ستري او مهمي برخي دي، په كار ده تر هر څه د مخه د ايمان په دغو اساساتو او اركانو ځان پوه كړو. كه زده كړه كوو او د علم په تحصيل كي لگيا كېږو، بايد له دې ځايه كار پيل كړو، كه نورو ته څه ښيو او د دعوت په كار كي ځان مصروفوو بايد په همدغو اساساتو تركيز وكړو. متأسفانه ځيني داسي دي چي دغو اساساتو ته د اعتناء او توجه په ځاى، په ضمني او ثانوي مسائلو كي هومره مصروف شوي چي دغو مسائلو ته ئې د توجه او پاملرني وخت نه دى موندلى، هغوى په دې اړه بحث نشي كولى، چاته قناعت نشي وركولى، سوالونو ته ځواب نشي ويلى او اساساً پدې اړه د ويلو لپاره څه نه لري. د قرآن د الفاظو او كلماتو په اړه صرفي او نحوي تحقيق كولى شي، د بلاغت په دقايقو او لطائفو پوهېږي، د يونان د فلسفې او منطق په اړه بحث او مجادله كولى شي . خو كه ترې وغواړو چي دا ثابته كړي چي لـه مرگ نه بعد ژوندون حق دئ، حساب او كتاب مكافات او مجازات حق دي، هيڅ نشي ويلى، په دې اړه د قرآن له سلگونو دلائلو څخه يو هم نشي تشريح كولى. كه د قضا او قدر په اړه ترې وپوښتو وايي: په دې باب له بحث او څېړني څخه ممانعت شوى!! حال دا چي موږ مكلف يو په قضا او قدر ايمان ولرو، ايمان د معرفت نه پرته نشي كېدى، بايد د قضا او قدر په مفهوم پوه شو، دا بېله خبره ده چي په دې اړه بحث خاص حد لري چي لـه هغه نه تېرېدل پدې خاطر منع شوي چي هلته انسان ته مخكي تگ ممكن نه دئ، په خپل حد بايد اكتفاء وكړي، لكه چي د الله جل شأنه په اړه بحث معين حد لري، د صفاتو او افعالو په اړه بحث او د ثبوت لپاره ئې دلايل لټول او وړاندي كول، نه يوازي مجاز بلكي ضروري دي او قرآن پدې اړه په سلگونو دقيق بحثونه كړي او ژور او مقنع دلائل ئې وړاندي كړي، خو د الله جل شأنه د ذات په اړه بحث او څېړنه، د انسان له توان او فهم نه اوچته ده، دې ساحې ته لـه ننوتلو نه منع شوى.
ځيني نور بيا داسي دې چي د امريكا او روس په ارتباط او د بين المللي سياسي پېښو په اړه خو په غټو غټو الفاظو بحثونه كولى شي، لـه غرور نه د ډكي ناستې پاستې نه ئې داسي معلوميږې چي ته به وايې لوى لوى كتابونه به ئې په سينه كي ذخيره شوى وي، خو چي لږ ئې ولټوې او د ايمان د اساساتو او مباديو په اړه ئې د پوهي د اندازې معلومولو هڅه وكړې، نو ډېر ژر او په آسانۍ سره به درته معلومه شي چي هسې د غوښې پرېړې پرېړې مجسمې دي.
...كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ ... (المنافقون4)
داسي دي لكه تكيه كړى شوى لرگي
د دغو اعتقادي اساساتو د اهميت په خاطر به موږ هره برخه بېله بېله د قرآن د آيتونو په رڼا كي څېړو او إن شاء الله پر هغه به تفصيلي بحث كوو، اميد دئ الله جل شأنه موږ د حق په لوري هدايت كړي او په حق د پوهېدو او په هغه د عمل توفيق راكړي.
الهم ارنا الحق حقاً و ارزقنا اتباعـــه
و ارنا الباطل باطلاً و ارزقنا اجتنابه
حكمتيار.
PDF